زمونږ خدمات

د انګلستان پناغوښتنې مشوره

د پناغوښتنې مرسته په ټول انګلستان کې بالغو پناغوښتونکو او د هغوی کورنی لپاره په هغه ژبه چې هغوی پرې پوهیږي محرمه او خپلواکه مشوره او لارښوونه برابروي.

زمونږ د انګلستان پناغوښتنې مشورې خدمات په انګلستان کې د پناغوښتنې پروسې په اړه معلومات او مشوره برابروي. زمونږ د انګلستان پناغوښتنې مشورې ټیمونه، په ټول انګلستان کې موقعیت لري، او دلته دي ترڅو له تاسي سره مرسته وکړي.

دوی کولی شي په هغه مسالو مشوره ورکړي، لکه:

  • څنګه د پناغوښتنه وکړی
  • مالي ملاتړ
  • د حقوقي استازي پیدا کول
  • د پناغوښتنې پروسه
  • روغتیايي پاملرنې ته لاس رسی
  • د هستوګن ځای ملاتړ
  • د پناغوښتنې نورې مسلې
Woman interviewing man

مونږ څنګه کولای شو مرسته وکړو؟

  • که تاسي غواړی د انګلستان د پناغوښتنې پروسې یا ملاتړ استحقاقونو په اړه نور معلومات لاسته راوړی زمونږ په څو ژبو د پناغوښتنې مشورې معلوماتو پاڼي دلته (لنک) پرانیزی 
  • مونږ هغو پناغوښتونکو ته چې نوي راغلي په لمړي هستوګن ځايونو کې مخامخ مشوره برابروو.
  • مونږ د انګلستان له هرځای څخه زمونږ د پناغوښتنې مشورې مرستې تیلفون)مشورې(له لارې ستاسي په ژبه تیلفوني مشوره برابرو. د اړیکو شمیرې په لاندې لست کې دي.
  • مونږ کولای شو د تیلفون له لارې یا مخامخ تاسي ته د مرستې وړ خدمتونو لپاره ستاسي په ساحه کې لارښوونه درکړو. مونږ کولای شو د اړتیا په صورت کې( د کمزورو پیرودونکو، د ډلو لپاره معلومات یا له ځانګړو غوښتنو ورسته) د پوهاوي خدمات برابر کړو.

مهرباني وکړی په یاد وساتی چې مونږ نشو کولای له تاسي څخه وکالت وکړو، او که ورته اړتیا وي مونږ به تاسي یوه مناسب سازمان ته راجع کړو

مهرباني وکړی په یاد وساتی پداسي حال کې چې مونږ کولای شو د حقونو او استحقاقونو په اړه مشوره ورکړو، مونږ نشو کولای حقوقي مشوره یا حقوقي استازیتوب وړاندي کړو. که مونږ ونشو کولای مرسته وکړو، مونږ به تاسي ته د تجربه لرونکو حقوقي استازو یو لست درکړو.