زمونږ کیسې

د آسمارینا کیسه

کله چې 18 کلنه آسمارینا انګلستان ته راغله، هغې د ډار احساس کاوه او تنها وه. هغه د ایریتیریا  په اردو کې له اجباري عسکري خدمت څخه تښتیدلې وه.

کله چې زه د لمړي ځل لپاره د کرویدون د هستوګن ځای مرکز ته راغلم، زه ډیر ژر پوه شوم چې زه خوندي یم. زه باورمنده وم چې زه به بیا هیڅ وخت داسي احساس ونکړم.

په ایریتریا کې، چیرته چې زما هیواد دی، ټول مجبوره کیږي ترڅو د عسکري مکلفیت دوره تیره کړي. زه له خپلې کورنی څخه لري د اردو روزنې مرکز ته په ساوا کې لیږل شوې وم. د ډیرو ځوانو میرمنو لپاره لکه زه، د عسکري روزنې برسیره، دا د اردو د لوړ پوړو چارواکو لخوا د دوامدارې جنسي زورونې او جنسي تیري معنی لري.

له یوه کال وروسته، ما وکولای شول د خپلې انا کور ته وتښتم، او بیا په سودان کې د خپل کاکا کور ته ولاړم.مګر زه پدې پوهیدم چې اردو به ما هلته پیدا کړي. ما ډیر غوښتل چې هغه ځای پرې نږدم. مګر ما کومه بله لار ندرلوده. زه د هغه څه په اړه چې هغوی به په ما او زما په کورنی څه وکړي ډیره ډاریدم.

ما یوه سړي ته پیسې ورکړي چې انګلستان ته مې راوړي. هغه زه په کرویدون کې د کورنیو چارو وزارت دباندې پریښودم. زه ډیره تنها وم او پخپلې کورنی پسې ډیره خپه شوې وم. زه ډاریدمه چې هغوی به ما بیرته ایریتریا یا بندیخانې ته ولیږي، مګر هغوی زه د مهاجرینو مرستې ته ولیږلم.

په هستوګن ځای کې زه د ایتوپیا له یوې میرمنې سره آشنا شوم هغې زما په ژبه خبري کولي او مونږ ملګري شولو. د هغه ځای کارکوونکي مهربانه او با احساسه وو. هغوی د کارونو په اړه توضیحات ورکړل او ما ته یې مشوره راکړه. هغه مرسته چې ما لاسته راوړه ما ته يې نږدې داسې احساس راکړ چې زه پخپل کور کې له خپلې کورنی سره یم.

که زما د پناغوښتنې غوښتنه ومنل شي، زه غواړم زده کړه وکړم او د کمپیوټر انجنیره شم. کیدای شي یوه ورځ کله چې خوندي وي، زه به وکولای شم بیرته کورته ولاړه شم، دا زما خوب دی.